ولسونه چې څوک خپل کړي نو جګړې هم ګټلاى شي

ليکوال : امين وردګ

د افغانستان روانه جګړه به هم هغه څوک ګټي ؛ د چا چې شا ته ولسونه ولاړ وي.

راځئ اوس دا موضع وڅيړو ؛ چې ولس د چا شا ته ولاړ دى ؛ د دولت که د امارت ؟

ولسونه تل د هغه قوت شا ته دريږئ ؛ کوم قوت چې ولسي وي ؛ د ولسونو ګټې ، تاوانونه ، عزت او نوامس په نظر کې ونيسي.

مګر ګټو ته بيا ولسونه دومره ارزښت هم نه ورکوي لکه عزت او ناموس ته ؛ دا ځکه چې ولسونه ګټې او آن سرونه هم د عزت او نوامسو په بدل کې نثاروي.

تاسو روانې جګړې ته ځير شئ چې څوک زيانمنيږي ؟

او دا زيانونه ولې ورځ تر بلې زور اخلي ؟

له طالب نه که وپوښتو ؛ چې وا طالب جانه ! ولې د کتاب پريښى او دا زنګ وهلى ټوپک د را اخيستى ؛ آخر ته له چا سره او د چا د پاره جګړه کوي ؟

طالب وايي چې زه جګړه نه بلکې جهاد کوم ؛ زما ملک د 44 کفري ممالکو له خوا اشغال دى ، زما دين ، عزت ، ناموس ، خاوره ، ثقافت ، فرهنګ او تاريخ ټول تر (پرله پسې) بريدونو لاندې دي ؛ نو ما خو کتاب د همدغو شيانو د حفاظت او دفاع د پاره لوستلو ، اوس چې له ما څخه دا شيان سلب شي ؛ نو زه کتاب څه کوم .

که ورته ووايو چې دا افغان عساکر ولې وژنې ؟

وايي چې زه عساکر هغه مهال وژنم ؛ کله چې زما له دښمن څخه دفاع کوي او يا د خپل دښمن په امر ما وژني.

که ورته ووايو : په کومو ځايونو کې چې ستا دښمن نشته هلته يې ولې وژنې ؟

دى راته وايي چې “هلته يې بيا له هدف او قانون څخه دفاع کوي ، بل دا چې ماته اجازه نه راکوي ؛ تر څو زه د خپل دښمن په وړاندې مبارزه وکړم”

مګر که له دولتي عسکر څخه وپوښتو چې والکه ! دا تا ولې په خپل ورور پسې ټوپک را اخيستى او دا شين سترګي کفار د هم  له ځان سره ملګري کړي دي ؟

دى راته وايي چې زما جګړه له ورور سره نه ده ، زه له پنجابي سره جګړه کوم.

که ورته ووايې چې لا تر اوسه د کوم پنجابى وژلى ؟ که د وژلى وي نو مهرباني وکړه هغه تابوت يې راته وښيه چې له افغانستان څخه يې پنجاب ته نقلوي ؟

دى به درته وايي چې دا طالبان ټول پنجابيان دي .

ښه نو دا خو (چې ستاسو او کفارو په لاسونو شهيدانيږي) ټول د افغانانو په هديرو کې خښ دي او فاتحه يې هم (په کليو کې) پلارونه ، وروڼه او تربرونه اخلي ؛ چې دا ټول ستا تربرونه هم دي ؟

دى چې ناځوابه شي وايي دا يې مزدوران دي !

ښه نو ته يې څه ثبوت لرې ؟

ثبوت يې دا دى چې ژمى پاکستان ته ځي .

نو ته خو هم پرون چې د شوروي په وړاندې جنګېدلې- پاکستان ته به روان وې ؛ مګر نن دې پرمختګ وکړ ، چيرې ځې نه ، خو ټول کفر د څنګ ته راغلى ؟

چې ناځوابه شي وايي ؛ طالبان د عامو خلکو په مينځ کې بمونه آلوزوي .

ښه نو که دا کار تاسو په خپله يا هم ستاسو دا کافر ملګري کوي څوک خبر ؟

دلته چې لا ناځوابه شي نو بس په اپلتو درته سر شي !

ولس ته بازي ورکول ګران کار دى !

هغوى هره ورځ ويني چې هديرې د دوى د ځيګرونو له ټوټو څخه ډکيږي.

ولس ؛ امارت او دولت دواړه پېژني ؛ بلکې امارت لا تر دولت ښه پېژني ؛ ځکه چې امارت د ولس له مينځ څخه راپورته شوى او د ولس په مينځ کې اوسيږي.

د ولس او دولت تر مينځ لوړ لوړ سيمټي دېوالونه درول شوي ؛ مګر د امارت او ولس تر مينځ يوه تيکه يي پردګۍ هم نشته.

د امارت له مشرانو سره ولس په ډېره سادګۍ ليدلاى او کتلاى شي ؛ خپلې ستونځې ورسره شريکولاى شي ؛ مګر ولس ته بيا له دولت سره داسې کتنه ګران کار دى ، (پرته له واسطې او پيسو) نه کيږي.

په افغانستان کې ډېرى وګړي په اطرافونو کې اوسيږي او کم يې په ښارونو کې ؛ نو اطراف 90% د امارت په ولکه کې دى ؛ مګر 40% ښاريان هم د امارت پلويان دي.

زما په اند ولس د امارت تر شا ولاړ دى ځکه يې نړۍ په اهتزاز راوستله او له يوې وړوکې ډلګۍ څخه اوس په يوه قوي نظامي قوت بدل شو.

ولس په پيسو ، په دروغو ، او په زور سره نه خپليږي ؛ که داسې واى نو دا ټول امکانات خو له غربيانو سره ښه ډېر وو ؛ ولس يې ولې خپل نه کړ ؟

مګر له امارت سره هغه دى (پرته له کوم قيد او شرط څخه) ولاړ دى.

که کفري نړۍ دولتي عسکرو ته مياشتني معاشونه ور نه کړي ؛ ارومرو به عسکري پرېږدي (پرته له هغو يې ؛ چې سبا به بيا _د پخوا په توګه_ چورونه پيل کوي.)

د جګړې ګټونکي تل ولسونه وي ؛ ولسونه چې څوک خپل کړي نو جګړې هم ګټلاى شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button