افغانستان بانک وايي د ۱۳۹۶ وروسته زاړه نوټونه د اعتبار وړ نه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۳) الماس خدرخیل
د افغانستان بانک په يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې د پيسو هغه زاړه نوټونه چې پر مخ يې سريښناکه مواد وهل شوي او يا يې رنګ بدل شوی وي د روان کال ترپایه دې بدل کړي.
د دغه بانک څخه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي (په هغه نوټونو چې سريښناکه مواد يا مهر وهل شوی وي او ظاهري بڼې يې تغير کړی وي د ۱۳۹۶ کال لومړۍ نيټې وروسته اعتبار نه لري).
د خبرپاڼې له مخې چې دغه ډول نوټونه بايد د روان کال د کب مياشتې تر پايه پورې نوموړي بانک ته وروړي او خپل نوټونه نوي کړي.
د کابل يو شمېر اوسېدونکي دا يو ښه ګام بولي او زياتوي، چې په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو د ډېروالي په سبب، په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي او ځينې صرافان هم دا ډول بانک نوټونه ارزانه پېري.
د جلال اباد ښار يو تن هټيوال کابل ټکی کام ته وويل، چې د پنځو افغانيو بانک نوټ په بازار کې ډېر کم ليدل کېږي او په دې وروستيو کې په بازار کې له يوې تر پنځو افغانيو پورې زاړه او سولېدلي بانک نوټونه زيات شوي دي.



