امريکاپه نوې تکنالوژۍ اوبتل جوړوي

لاروى

په نړيواله کچه نوې تکنالوژي مخ په وړاندې روانه ده يوشمير هيوادونه په نوې تکنالوژۍ سر ه دانسان دژوند په اسانتياؤ کې بوخت دي ، يوشمير په نوي  تکنالوژۍ سره دانسانانو د روغتيالپاره طبي تجربې کوي، يوشمر هيوادونه  په نړۍ کې بې وزله ټولنې په نوې ټکنالوژۍ سره له غربته ژغوري خو امريکا چې په نړۍ کې ېې تل دانسان وژنې لپاره ډول ډول وسلې جوړې کړي اوس ېې په نوې تکنالوژۍ سره يوې بلې انسان وژنې ته ملا تړلې ده .

دامريکا لخوا دبې پيلوټه الوتکې چې په  ډراون هم ياديږي دجوړيدو دمخه چاددې ډول جوړې الوتکې نوم نه وو اوريدلى خو امريکا وه چې په افغانستان او يوشمير نورو هېوادونوکې ېې په بې پيلوټه الوتکه د انسانانوپه وژنو کې زياتوالى راووست.

اوس امريکايي انجينيرانو  اعلان کړې چې په نوې تکنالوژۍ سنبال يو اوبتل جوړوي  چې بې له ماڼو به دا اوبتل  داوبولاندې برخې نه هوا او مځکې ته خپل هدف ويشتلاى شي.

امريکايي ساينسدانانو ويلي چې له څه  مودې راپديخواېې  په دې بې ماڼو اوبتل   جوړولو کار پيل کړيدى چې دکار لومړۍ برخه ېې بشپړ شويده.

دامريکا لخوا دانسان وژنې په پرمختګ کې ددې نوې اوبتل په اړه ويل شوي چې دا بې ماڼو اوبتل  دنورو هېوادونو دکښتيو دويشتلو بشپړ صلاحيت لري.

که څه هم دامريکا د دفاع وزارت په خپل ويبپاڼه کې څرګنده کړيده  چې دا بې ماڼو اوبتل به په اوبوکې دامريکا دسمندري پولو ساتنه په غاړه لري خو امريکا چې تل کومه په نوې تکنالوژۍ سنباله وسله جوړه کړيده هغه ېې د کوم بې وزله هيواد په اوسيدونکو ازمايلې ده .

د امريکايي انجينيرانو په وينا په دې بې ماڼو اوبتل به چې کار ېې بشپړکړل شي ٥٨ميليونه ډالر لګښت راشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button