کانونو وزارت: څرګنده نه ده چې د هېواد څومره کانونه د طالبانو په لاس کې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۴) الماس خدرخېل
د کانونو او پطروليم وزارت وايي، چې تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې څومره شمير کانونه د طالبانو په واک کې دي.
د دغه وزارت وياند ذبيح الله سروري رسنيو ته ويلي، چې په ټولو نا امنه سيمو کې چې مونږ ورته لاسرسی نه لرو کانونه په غير قانوني توګه ويستل کېږي.
د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره په خپل وروستي راپور کې وايي، چې د هېواد به شرقي زون کې د کانونو استخراج د وسلوالو د پياوړتيا لامل شوی دی.
په راپور کې ويل شوي، چې وسلوال له دې لارې سلګونه ميليونه ډالر ترلاسه کوي.
يادې ادارې ويلي، چې په افغانستان کې مخالف وسلوالو يواځې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د ننګرهار له کانونو ۲۶ ميليونه ډالره اخيستي دي.
بل پلو د کانونو وزارت وياند وايي، چې دا خبره سمه نه ده چې وسلوالو له دې لارې ۴۶ ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي، هغه زياتوي چې هيچا هم د دې حساب نه دی کړی او د کانونو وزارت سره يې هم مالومات نشته.
نوموړی زياتوي تر دې دمه لا دا هم نه ده معلومه چې په څومره شميره کې کانونه د وسلوالو طالبانو لاس کې دي.
وروستيو څېړنو ښودلې چې وسلوال طالبان له دې لارې زياتې پيسې لاسته راوړي او په جګړه کې ترې استفاده کوي.



