کندهار: عبدالحنان منیب د کندهار سرپرست والي وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۴) صابر خ

د کندهار والي همایون عزیزي تر ټپي کیدو وروسته د کندهار ولایت والي عبدالحنان منیب ټاکل شوی دی.

نوموړی مخکې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري رئیس وو چې نن د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د ولایت د سرپرست والي په توګه وګمارل شو.

د کندهار د والي ویاندي صمیم خپلواک د کندهار د والي ټاکل کیده تائیده کړه او زیاته يې کړه چې د والي همایون عزیزي تر راتګ پورې به نوموړی د کندهار ولایت چارې سمبالې کړي.

څه باندي درې اونۍ مخکې د جون د میاشتې پر ۱۰ نیټه د کندهار د ولایت مقام په ميلمستون کې ۲ چاودنې وشوې چې د والي همایون عزیزي او دمتحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۲۰ تنه پکې ټپیان شول او د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي په ګډون ۱۲ تنه نور ووژل شول.

د یادې پېښې مسؤلیت د لومړي ځل لپاره حکومت د طالباتو پر غاړه واچوو چې وروسته طالبانو وویل دا برید موږ نه دی کړی، وروسته له څیړنو د دې پېښې مسؤلیت د کندهار د امنیت په مشر عبدالرزاق وچول شو ځکه هغه له چاودنې دری دقیقې مخکې وتلی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button