ننګرهار: د سرحدي پوليسو د لوا مدير د ټپونو له امله ساه ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۴) الماس خدرخېل

په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا مالي مدير، چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله ټپي شوی و، د ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

سمونوال مدارخان پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې له دفتره د کور پر لور روان و چې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند په جوی هفت سيمه کې يې پر موټر پسې نښلول شوي  ماين چاودنه وکړه، چې له امله يې د هغه په ګډون اووه کسان ټپيان شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې مدار خان د جلال اباد حوزوي روغتون کې نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

طالبانو د دغه بريد مسؤليت په غاړه اخيستی و، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپر ټويټر ليکلي و چې تېره ورځ ( مازدیګر د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته څيرمه د سرحدي پولیسو افسر ډګروال مدارخان او ۳ ساتونکي يې په یوه چاودنه کې ووژل شول

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button