د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره ريکس ټيلرسن د پارلمان له لوري تائيد شو.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۴) الماس خدرخیل
نوموړی د دغه هېواد د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ياد وزارت ته ورپيژندل شوی و.
۶۴کلن ټيلرسن چې د امريکا په ټيکساس ايالت کې زېږېدلی دی، د روسيې له ولسمشر پوتين سره نږدې اړيکې لري.
نوموړي ته په ۲۰۱۳ ز کال کې پوتين د دوستۍ جايزه هم ورکړې وه. ټيلرسن د ايکسن موبل په نوم د تېلو د مشهورې کمپنۍ مشر هم دی.
بي بي سي ليکي چې ټيلرسن څلوېښت کاله له دغې کمپنۍ سره کار کړی دی.
ټیلرسن ته د کانګریس ۵۶ غړو د مثبتي او ۴۳ غړو چې اکثریت یې ډیموکراټ دی، د مخالفت رايي ورکړلې.
ښاغلی ټیلرسن د ښاغلي ټرمپ په شان د حکومتي کار پخوانۍ تجربه نه لري، خو هغه د ښو معاملو ژمنه کړې او د هغو د لاسته راوړلو لپاره بهرنۍ تګلاره یوه ښه وسیله بولي.



