ټرمپ ته

لیکوال صابرجان

ټرمپه که لږ غوږ شي زه به ځان درته معریفي کړم!

ټرمپه زه افغان یم هغه افغان چې اسلام مې زړه او روح ده ټرمپه پام چې ماته دخپلو طیارو اواسلحو خبره ونه کړي زه هغه افغان یم چې د ژوند په لومړۍ ورځ مې د ټوپک ډز اود طیاري غړز اوریدلی دی ټرمپه تابه ماشومتوب په کودکستان کې په برق او ارامه فضا کې تیر کړی وي خوما ماشومتوب د مرمیو په باران کې تیر کړی دی تابه لوبې به پارک اوښه عصري میدانونو کې کړي وي خوما زموږ دکلي د روسانو اوانګریزانو په هغه پاتې شونې ټانګ کې کړي دي ټرمپه تابه کرکټ فوټبال لوبې کړي وي خو ما بیا په ماشومتوب کې د ډبرو ویشتلو اوښکار کمان  لوبې کړي دي ټرمپه تابه ټوپک په اته لس کلنی کې په کمپیوټر اوموبایل ګیمونو کې لیدلی وي  خوما هغه وخت لا ټوپک په لاس کې نیولی دی چې د ټوپک قد زما تر قد لوړ و اووزن یې زما تر وزن زیات و ټرمپه تابه زخم مرګ په مکتب کې ویلی وي خوزمالاخبري سمې زده نه وي چې زما د ورور جنازه وه په وینو سور و  غټانو ژړل خو ماخندل اوخوشحاله وم چې ټول شناخته ګان زموږ کور ته راغلې

باور وکړه لاپې نه درته ولم زما ژوند په مرګ کمین جنګ کې تیر شوی دی اولاهم روان دی مرګ زخم زندان خو اوس زما ورځنی کار او ژوند ګرځیدلی دی ټرمپه ته به هم وایې چې دا دومره تاریخونه ولې راته وایې جواب درکوم خو یو لنډه کیسه لا واوره داسي شپاړلس کاله مخکې د بوش په نامه یوکس زما ددې خړي پړې خاوري د نیولو اراده وکړه هغه وخت لا تا سیاست نه پیژندی په خپل تجارت اخته وي د دنیا له حالته ناخبره وي په خمار قیمار اوسود کې غرق وي هغه وخت تا دانتخاباتي کمپاین پر ځای د خپلې سوداګری اومغازو لپاره کمپاین کاوه غټې غټې ماڼی دي جوړولې دانو هغه وخت و چې موږ ستا په شان نه پیسې درلودلې اونه مو ستا دهیواد په شان طیارې اوټانګونه درلودل هغه بوش نه و؟

هغه چې ما یې مخکې یادونه وکړه هغه ترتا ډیر مغروره و ستا څخه لا اوس څوک نه ډاریږی د هغه څخه ټوله دنیاډاریدل ای دهغه سره له ډاره زما په مقابل کې ټوله دنیا ودریدل دوه څلویښتو ملکونه خولا ورسره عملا د جګړي میدان ته راغلل خوداچې زموږ اوزموږ دخاوري میراثي عادت دادی چې  اول یرغلګر ښه په خوشحالی هیواده ته راپریږدو د وروسته حاله دې نوخدای مه خبروه  که خبر شوی ستاسي د عسکرو غوندي به ځان وژنه وکړي اول زموږ دهغه وخت حکومت دبوش دطیارو اوټانګونو سره په تاکتیک نه پوهیدل خدازده په یوه میاشت کې یې  زموږ حکومت رانسکور کړی اودلته یې د خپلو هوټلونوخادمانو اولوچګانو ته  واک په لاس کې ورکړی یاره دوه کاله لا نه وه تیر شوي زموږ د کلیو طالبانو بوشکه کشف کړه بس نود ټانګ اودبوشکې جنګ شروع شو د طیاري په مقابل کې بیا طالبانو تر خپل ځانونو بمونه تړل شروع کړه بوش به په طیاره کې بمان راوړل اوپر طالبانو یې غورځول اوطالب به په لاس کې ور اخیستل اودبوش پر عسکرو به یې انفجار ول ته باور په خدای وکړه زموږ دوطن د مور پلار یو نازولی زوی هم تر ځان بمونه وتړل اودبوش عسکر یې دوږخ ته ولیږل نور یې څه کوي په بوش یې داسې رمباړي ووهلې چې دنیا پر وخندل بوش ولاړی یوبل تورمخي  کس ددي جګړي قومندان شو نوم یې اباما و  دې بیا ستر حماقت وکړی دیرش زره عسکر یې نور راوستل خو داسې ناکام شو چې هغه وخت ستا چغې اورمباړي  لا ما پر ټویټر ولیدلې

نو اوس خلګ وایې د اباما جانشین ته شوي ګوره اوس دي لاسرخلاصوم

زه په ځان پسې بم تړم ستا په لس میلیونه عسکر کې ولاکه دوه لا تر ځان بم وتړي زه مرګ ته خوشحالیږم اوته چې په خوب کې مرګ ووینې چغې وهې  زه مرګ هم خپله کامیابي بولم خوته دمرګ څخه ځان په کانګریټونو کې ساتي رشتیا ستا وطن بنګلې لري زما ورته فکر دی په جنګ کې زه هغوی ته هم لاس اچوم اوپه یوه واسکټ به دې لس نازکې ښیښه یې بنګلې درته ونړوم چې پر تابه د زړه حمله راشی خوزما پر وطن که فاسفورس بمونه اچوي هم هغه خړی خاوري دي اوکه یې په میزایل ولې هم پروانکوي زماوطن کې اوس د ورانیدلو هیڅ نشته نوکه غواړي چې په عزت وشي شرمینده نه شي د اقتصادی بهران مرګ زخم او بوشکې سره مخ نه شي نو ښه په عزت دي خپل ځواکونه اوخپل تش په نوم اجیران اودنایټ کلب ساتونکې  وباسه اوهلته خپل ارام ژوند وکړه کنه د داسي حال سره به مخ شي چې  ترمرګ به هم بد تر وي زما دا ساده لباس اوخړ پړژوند ته مه ګوره په همدې تشو لاسونو مې چنګیز انګریز روس ریز مریز اود ژوندڅخه بیزاره کړه

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندي وکړه

زه په دي افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button