ځيرک موبايل چې صابون او اوبو سره يې وينځلی شئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۹) الماس خدرخیل
له دې وروسته به داسې ځیرک موبایل پېرېدلای شئ چې د اوبو ضد ځانګړنې لرلو سربېره کاروونکي يي په ګرمو اوبو او صابون هم وینځلی شي.
کیوسېرا نومې کمپنۍ دغه ځیرک موبایل چې رافري (Rafre) نومول شوی پر مخ پاڼه يې د لوند لاسونو سره کار کولی شۍ.
دغه ځیرک موبایل عادي ځانګړنې لري، پنځه انچه مخ پاڼه، ۲ ګیګابایټ رېم، ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا، ۱۳ میګاپکسله اصلي کامره، ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بیټرۍ او انډرایډ ۷.۰ عامل سیسټم يي له مهمو ځانګړنو څخه دي.
تر ټولو جالبه خبره دا ده چې دغه ځیرک موبایل کې لاوډ سپیکر نه شته او نه هم د هېډفون وصل کولو لپاره ځای لري. د کمپنۍ په وینا دا د دې لپاره دی چې موبایل له ګرد او اوبو څخه وژغوري.
د لاوډ سپیکر پر ځای دغه ځیرک موبایل کې ریسیور ټکنالوژي کارول شوې چې غږ د وایبریشن په بڼه انتقالوي.
کاروونکي کولای شي دغه ځیرک موبایل په عام صابون او اوبو سره ووینځي.
له دې وړاندې همدې کمپنۍ دې ته ورته یو بل ځیرک موبایل هم وړاندې کړی و خو هغه یوازې د صابون ځانګړي ډول سره د وینځل کېدو وړتیا درلوده.
ويل کېږي، چې د کیوسېرا کمپنۍ دغه ځیرک موبایل به د مارچ په میاشت کې لومړی جاپان کې په درې مختلفو رنګونو وړاندې شي او له هغې وروسته به نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.



