د بادغیس استازي وايي ۸۰ فيصده خاوره باندې طالبان حاکميت لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲۰ الماس خدرخیل

په پارلمان کې د بادغيس د خلکو استازی موسی نعمتي رسنيو ته ویلي، چې په دغه ولايت کې د قومونو تر منځ لانجې د وړو اختلافونو پر سر منځ ته راغلي دي.

هغه زياته کړه همداراز وويل، دولت دا توان نه لري چې لرې پرتو سيمو ته لاړ، ځکه د دغه ولايت زياته برخه د وسلوالو طالبانو په واک کې ده.

نوموړي وويل، چې د دولت د نه رسېدګۍ له امله د باغونو، ځمکو او نورو لانجو د حل لپاره خلک خپل مشکلات د مخورو په منځګړتوب حل کوي او يا يې طالبان ورته حل کوي.

که څه هم ښاغلی نعمتی وايي، چې طالبان او نور وسلوال په خپله ګټه لانجې او خلکو مشکلات ورحلوي، خو وسلوالو طالبانو تر دې مخکې ويلي چې دوی د شرعي محکمو له لارې پريکړې کوي او شرعي فيصله بايد ومنل شي.

د هغه په وينا وسلوال طالبان د دغه ولايت په سلو کې ۸۰ فيصده ځمکه باندې حاکميت لري او دولت ته ډېره کمه ساحه پاتې ده.

بل پلو د پوليسو وياند عبدالرؤف تاج تائيدوي چې د دغه ولايت زياته برخه د طالبانو په واک کې ده، خو وايي چې اتيا فیصده  د باور وړ نه ده.

د يادونې ده، چې وسلوالو طالبانو تر دې مخکې د هېواد په يو شمير ولايتونو کې د قومونو او ولسونو تر منځ شخړې حل کړي او اوس هم د زياتره ولسواليو خلک خپلې شخړې او لانجې په وسلوالو طالبانو حل کوي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button