په یوه دقیقه کې دموبایل چارج!

لاروی

تراوسه پورې چې د موبایلونو (ګرځنده) په اړه د پرمختللو هیوادونوترمنځ د موبایلونو د نوښتونو سیالۍ کې ډول ډول موبایلونه مارکیټ ته راغلل او ځوان نسل ورځ په ورځ د موبایلونو په اخستلو زیات لګښتونه کوي ورسره دموبایل په چارجرو کې هم پرمختګ وشو.

په تیرو جوړو کړل شویو موبایلو کې چې کوم یو ښه چارجر تر نیم ساعت پورې موبایل ته د اړتیا وړ چارج ورکولای شو یا لږ څه کم وخت کې به ېې  موبایل چارج کړ اوس دسمارټ فون لپاره نوې بټرۍ او نوی چارجر جوړشوی چې په یوه دقیقه کې دمبایل بټري ته چارج ورکوي.

دسماټ فون جوړولو یوې کمپنۍ (اوپو) انجینیرانو ویلي دي چې دوی تراوسه پورې په شپږو دقیقو کې د شپږو ساعتونو لپاره چارجرجوړ کړی ؤ خو اوس غواړي په یوه دقیقه کې د اتو ساعتونو د چارج ساتلو چارجر جوړ کړي.

په سمارټ فون کې د نوې بټرۍ چارجر سره به په نړیوال مارکیټ کې زړې جوړې بټرۍ او چارجرونه کم اهمیته شي ځکه اوس نړیوال کوښښ کوي په ډیره اسانتیا سره کم لګښته  الکترونیکي وسایل ترلاسه کړي.

داوپو کمپنۍ مشر ویلي چې دې نوي چارجرته ېې (۷آر) نوم ورکړی  چې وروسته له دی به یاده کمپنۍ په نړۍ کې په نویو بڼوسره موبایلونه، بټرۍ او چارجرې جوړې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button