جان مک کین : افغانستان کې امریکا مشرۍ له ماتې سره مخ ده

(کابل ټکی کام :جمعه،لړم ۸ ،۹۴ ۱۳ل)
امریکايي سناتور «جان مک کین» د CNS News سره په یوه مطلب کې ويلي دي، چې افغانستان له دې کبله دروسيي څخه د مرستو غوښتنه کوي، چې دامريکا مشرۍ له ماتې سره مخامخ شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستيو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې خپله مداخله کمه کړې او په خپلو فعالیتونو کې يي کمی راوستلی دی .
بلې خواته افغانستان شمال کې د طالبانو فعالیتونو او پرمختګونو زوراخیستی چې د غبرګ حکومت اداره يي له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده .
مک کین زیاته کړې په عراق، سورئي، اوکراين او دنړۍ په نورو ډيرو برخو کې امريکايي رهبري په بشپړه توګه ناکامه شوې ده، چې دغه تشه اوس د امریکا سیالان ایران او روسیه ډکوي .
د افغان چارواکو روسیې نه د درنو وسلو او د جنګي هليکوپټرو غوښتنې ځیني سميز هېودادونه اندېښمن کړي دي .
سمیع الله سعادت



