سيګار: د اربکيانو اکمالات پر پوليسو وېشل کېږي او غلا کېږي
سيګار يا د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو د څار ځانګړې اداره وايي، چې ډېری وختونه د اربکيانو لوژستيکي اکمالات يا پر پوليسو وېشل کېږي او يا هم غلا کېږي، چې اربکيانو ته نه رسېږي.
يادې ادارې زياته کړې ده، چې په ډېری مواردو کې د اربکيانو لوژستيکي اکمالات يا غلا کېږي او يا هم د ډېر ټيټ کيفيت لرونکي وي.
سيګار په خپل وروستي راپور کې ويلي دي، چې د اربکيانو په ليکو کې غير حاضري ښه په زور کې ده، چې له امله يې ستر فساد رامنځته دی.
نږدې يوه مياشت مخکې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم د اربکيانو د فساد او بد اخلاقيو په اړه يو راپور خپور کړی و، چې په کې ويل شوي و، چې اربکيان پر کوچنيانو جنسي تېري کوي.
بل لور ته د افغانستان د نږدې ټولو هغو سيمو اوسېدونکي د اربکيانو له زور زياتي او بداخلاقيو سر ټکوي، چېرې چې اربکيان مېشت دي.
دغه وسله وال چې ستره برخه يې نشه يي ځوانان جوړوي، د خلکو په وهلو ټکولو، ځورولو او حتی وژلو ايسار نه دي، همدا راز تر دې دمه له بېلا بېلو سيمو راپورونه ورکول شوي دي، چې اربکيان د خلکو فصلونه او کورونه چور کوي او سوځوي، خو دولت له دې سره سره هم د دوی په ليکو کې د سمون کوم ګام نه اخلي.



