په لښکرګاه کې موټربم برید مرګ ژوبله اړه ولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲۳) عبدالهادي همت
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عيني شاهدان وايي چې دا چاودنه نن د سلواغې په ٢٣مه، د غرمې په شاوخوا يوه بجه د لښکرګاه ښار منځ کې د کابل بانک مخې ته وشوه.
له سیمي عیني شاهد ویلي چې په سيمه کې يې يو ټانک ليدلى چې اورپه کې لګېدلى و.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي چې تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته خو د برید پړه يې پر وسله والو طالبانو ور واړوله.
تر اوسه د دې پېښي پړه چا په غاړه نه ده اخستي.



