ضمیرکابلوف:امریکا هڅه کوي په افغانستان کې خپلي ناکامۍ پټي کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲۳) عبدالهادی همت

د جنرال نېکلسن خبرو روسیه غوسه کړې روسیې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پر دې خبرو چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي کلک غبرګون ښودلی او دا خبرې یې رد کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال نېکلسن د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې روسیه تورنه کړه، چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

نوموړي وویل چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او ظاهر د خپل ملاتړ دلیل دا ښيي، چې پر طالبانو د داعش مخه ونیسي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې یادې خبرې دروغ دي او دا فکر بې ځایه دی.

نوموړي زیاته کړې، امریکا هڅه کوي په دې توګه په افغانستان کې خپلي ناکامۍ پټي کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button