زابل لاريوونکونکي: افغان ځواکونو د ناسمو معلوماتو پر بنسټ بې ګناه کسان نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲۳) الماس خدرخیل
نن په زابل ولايت کې سلګونه لاريوونکونکو د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر ضد پراخ لاريون ترسره کړو.
دغه لاريون چې د شهرصفا ولسوالۍ د خلکو له خوا ترسره شو، پکې د ولايتي شورا ځينې غړو هم برخه واخيسته او د کابل- کندهار لويه لار يې د شپږو ساعتونو لپاره د ترافيکي پر مخ وتړله.
لاريونکوونکو ادعا کوله چې افغان ځانګړو ځواکونو په ياده ولسوالۍ کې د ناسمعو معلوماتو پر بنسټ يو شمير ګناه کسان نيولي دي.
يو تن لاريونکوونکي سردار خان کابل ټکی کام ته وویل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې افغان ځواکونه له کندهار څخه دغې ولسوالۍ ته او د طالبانو سره د تړاو په تور ځينې بې ګناه کسان نيسي.
لاریونکوونکو ویل، تر دې دمه ځانګړو ځواکونو ۳۵ کسان د مخالفينو سره د تړاو درلودلو په تور نيولي او په وينا يې چې ياد کسان ټول بې ګناه، ولسي مشران او داسې کسان دي، چې له وسلوالو سره يې هيڅ رابطه نه درلوده.
سلګونه لاريونکوونکو د دولت پر ضد شعارونه ورکول او د يادې ستونزې د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه يې کوله.
بل پلو د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، چې ياده ستونزه يې د کندهار چارواکو سره شريکه کړې خو کوم مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی او همداسې پاتې ده.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم افغان ځانګړو ځواکونو د امريکايانو په ملتيا د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمیر بې ګناه افغانان نيولي، زندانونو ته اچولي او په زندان کې يې تر کلونو ځنډ وروسته هم جرم نه دی ثابت شوی،



