عراق کې د «مجاهدين خلق» سازمان پر مرکز بريد ۲۶ تنه وژلي دي

کابل ټکی کام
عراق کې د «مجاهدين خلق» سازمان پر مرکز توغنديز بريد شوی، چې له امله يې د دې سازمان ۲۳ غړي او د عراقي پوځ ۳ پوځيان وژل شوي دي.
دغه سازمان په ايران کې د ۱۹۷۹ز کال له اسلامي انقلاب وروسته له ايرانه بهر په تبعيد کې فعاليت کوي.
په دغه بريد کې لسګونه نور کسان ټپيان دي او د حسين ابريشمچي په نوم د سازمان يو لوړ پوړی قوماندان هم په وژل شويو کې دی.
د عراق چارواکو منلې ده، چې په دغه بريد کې يې ۱۵ نور پوځيان ټپيان هم دي.
د عراق امنيتي سرچينې وايي، چې پېښه تېره ورځ ماښام مهال رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې ۱۵ کاتيوشا توغندي پر مرکز توغول شوي دي.
د توغنديو توغولو پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخيستې.
په نښه شوي مرکز کې د «مجاهدين خلق» په نوم سازمان غړي مېشت دي، چې د عراقي حکومت په مشوره له اشرف اډې دغه ځای ته رالېږدول شوي وو، څو نورو هېوادو ته يې لېږد اسانه شي.
امريکا دغه بريد په سختو ټکو غندلی او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جان کيري د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي دي، چې دا يو ترهګريز عمل دی.
نوموړي ويلي دی، چې په عراق کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له ادارې يې غوښتي دي چې د ياد سازمان غړي چې له دوه زرو اوړي، ژر تر ژره خوندي هېوادو ته ولېږدوي.



