داسلامي نړۍ ځلانده ستوري

(برخه: دويمه)
مفتي محمدالياس “فاتح“
«الامام ابن عبدالدائم رحمه الله »
هغه په خپلو ګوتو په پنځوسو (۵۰)کلونو کې زرګونه ټوکه کتابونه وليکل
داسلامي نړۍ سترعالم ابن عبدالدائم المقدسي الحنبلي چې اصلي نوم يې احمد ،کنيت يې ابوالعباس و،دعبدالدائم زوی اودنعمت المقدسي لمسی و،په ۵۷۵ هجري کال دنابلس دفندق الشيوخ په سېمه کې وزېږېده.
هغه دلومړنيو او منځنيو زده کړولپاره بغداد، دمشق اوحران ته لاړ او دلازیاتو علمي زده کړو په پار يې دبېلابېلو هېوادونو سفرونه وکړل. دنوروفقهاووترڅنګ يې دنامتومحدث علامه عبدالرحمن ابن جوزي رح دځانګړې شاګردۍ او د نبوي حديثو د تحصيل اعزاز ترلاسه کړ.
دعلوموترفراغت وروسته يې په شام (سوريه) کې تدريس پېل کړ، چې په کم وخت کې يې خورا زيات شهرت ترلاسه او له لرې لرې سېمو طالبان پرې رامات شول.
دتدريس په لړ کې ټولمنلی خطيب او «جبل قاسيون» ته نږدې د( دارالحديث الاشرفية) شيخ الحديث وګرځيد او ترلنډې مودې وروسته دشهرت په اسمان کې يو ځلانده ستوری وځليده او په خپله زمانه کې دهمعصروعلماوو لخوا ورته دشيخ الحديث،شيخ الادب،مسندالوقت او مسندالشام لقبونه ورکړل شول. دوخت سترو مشاېخو يې ليدنې اوملاقاتونه وکړل او لويو محدثيونو، امامانو، فقهاوو ورڅخه روايتونه وکړل .
علامه مقدسي له ځان وروسته لوی امامان اسلامي نړۍ ته په ميراث پرېښودل،دبېلګې په توګه :
امام محي الدين النووي،امام تقي الدين ابن تيميه ، امام ابن القيم الجوزي،امام ابن جُبارة المقدسي،امام شمس الدين بن عمر، امام محمد بن احمدبن عبدالهادي،امام شمس الدين محمدبن علي الحسيني او نور، رحمهم الله جميعا.
علامه ابن مقدسي لکه څرنګه چې لوی محدث ،ستراديب او شاعرو دغه راز نامتو مصنف ،مؤلف تکړه خطاط او تېز ليکوال هم و . دهغه دډېرو تېزو ليکلو له امله دده په کتابونو کې ورڅخه لفظي تېروتنې هم پاتې شوي دي .
دی به چې په کومه ورځ وزګار و نهه ۹ کتابچې او چې په نورو چارو کې به بوخت شو؛نو دوه يا درې کتابچې به يې لېکلې. ده لوی کتاب ((مختصرالخِرَقي)) يوازې په يوه شپه کې ولېکه . او دخپل شېخ ابن قدامه المقدسي کتاب(( المغني)) چې ۲۰ جلده دی ،څو څو ځلې ولېکه. دابن عساکر کتاب ((تاريخ الشام)) چې په ۸۰ لويو جلدونو کې دی ،دوه ځلې يې ولېکه .
هغه په پنځوسو کلونو کې له سترګو کتاب ،له ګوتو قلم او له زړه يې ياد لرې نکړ . په پنځوسو کلونو کې يې پخپلو ګوتو زرګونه ټوکه کتابونه وليکل ،چې دهغه له مشهور تصنیفاتو څخه دوه دا دي : ( نوادر الرسائل ١٣، مشيخة ابن عبد الدائم)،( منتقى من حديث الجصاص والحنائي )
دعلامه ابن عبدالدايم سترګو دعمر په پای کې خپل ديد له لاسه ورکړ او دبوډاتوب خزان يې دوجود څانګې وچې کړې. هغه دخپل ځان ترجماني دشعر په ژبه داسې کوي :
عجزت عن حمل قرطاس وعن قلم __ من بعد إلفي بالقرطاس والقلم
زه دکاغذ او قلم له پورته کولو عاجز شوم ،دکاغد او قلم سره دمينې نه وروسته
كتبت ألفا وألفا من مجلدة __ فيها علوم الورى من غير ما ألم
ما په زرګونو جلده کتابونه وليکل ،چې په هغو کې دټولې نړۍ علمونه دي ،سوا زما دغم څخه .
ماالعلم فخري إمرئ إلالعامله _ إن لم يكن عمل فالعلم كالعدم
علم دهغه سړي وياړ دی چې پرې عمل کوي ،که عمل ورسره نه وي نوعلم هېڅ دی .
العلم زين وتشريف لصاحبه __ فاعمل به فهوللطلاب كالعلم
علم دانسان لپاره ښاېست او شرافت دی، په دې عمل کوئ ،عمل طالبانو ته دعلم په څېر دی
مازلت اطلبه دهري وأكتبه __ حتي ابتليت بضعف الجسم والهرم
ما ټول عمر علم ترلاسه کاوه او هغه به مې لېکه، تردې چې زه ضعيف او بوډا شوم .
ابن عبدالدايم له دې وروسته په دمشق کې په ۶۶۸هــ د۹۳کلونو په عمر له دې نړېدونکې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او دتل لپاره يې له ګوتو قلم پرېوت .انالله وانا اليه راجعون .
خدای دې دجنت په نعمتونو ونازوي.
آمين.



