ننګرهار کې د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲۶) الماس خدرخیل

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې ۱۶ داعش جنګياليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه ولایت په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله ۱۶ د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

خپره شوې خبرپاڼه وايي، ۱۱ داعش وسله وال هغه مهال و وژل شول، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سیمه کې تر هوایي برید لاندې راغلل.

سرچينه زياتوي، چې ۵ نور د يادې ډلې جنګيالي د کوټ د سې پای په سيمه کې د ځمکنيو عملياتو پر مهال وژل شوي  او دوه نور ټپيان شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوي او ټپیان ټول بهرني وسله وال دي، خو د هغوی هویت یې نه دی په داګه کړی.

خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د یادو عملیاتو پر مهال تر دا مهاله په هسکه مینه ولسوالۍ کې څلور کلي د داعش له موجودیت پاک شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو دوه ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې دوی د هسکې مينې او کوټ ولسواليو کې د داعش د ځپلو په هدف د شاهین ۲۵ په نامه عملیات پیل کړل، چې د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ له ځان سره لري او په وينا يې هغو سيمو ته به وغځول شي چې داعش په کې فعاليت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button