د سرو لښکرو ماته

لیکونکی: مبارز افغان کټوازی
یوه ترجمان له امریکایي باداره وغوشتل چې نن ورځ رخصتي ورکړي، ټیټ سر یې له امریکایي بادار د رخصتۍ غوښتنه وکړه؛ لیکلی کاغذ یې د امریکایي بادار په مخ کې کیښود!
ښاغلې… زه فلان د څلورم بلاک ترجمان غواړم نن رخصتي واخلم د خپل وطن د ازادۍ او د سرو لښکرو د ماتې ورځ ولمانځم.
امریکایي مسک شو او د تمسخر خندا یی وکړه له ترجمان څخه یې کاغذ واخیست د کاغذ په دا بله خوا یې ولیکل
ښاغلی ترجمانه! ستا نن ورځ رخصتي ده؛ خو زه د دې لپاره رخصتي نه درکوم چې ته په کابل کې د سرو کفري لشکرو د ماتې ورځ ولمانځې!؛ زه رخصتي درکوم چې د ۴۶ شته کفرې ملکو لپاره د وتلو دسیسه جوړه کړې او ځان زموږ له ترجمانۍ (غلامۍ) خلاص کړې او په رښتیا د سرو او تور لښکرو د ماتې ورځ ولمانځې.
امریکایي جنرال بیا وخندل کاغذ یې د ترجمان مخته په بې ادبۍ وغورځاوه؛ ترجمان ته یې وویل له تاسې څخه دا حق سلب شوی چې تاسې د ازادۍ او د سرو لښکر د ماتې ورځې ولمانځئ. تاسې دومره احمقان یاست چې د یوه کفری ملک په نه شتون دومره خوشحالې کوئ او د ۴۶ کفرې ملکونو په شتون کاڼه غوږونه او ګونګې خولې ګرځی!
ترجمان خړې سترګې له دفتره راووت ښار ته راغی له ځانه سره یې وویل چې ځه دا به دالله خوښه وي چې ترجمان یم امریکا یرغل وکړ دا به زموږ قسمت و چې امریکایان په هلمند کې عام کورونه ښځې ماشومان او مسجدونه بمباروي دا هم الله تعالی د دوی د مرګ لپاره یو سبب جوړ کړ.
هر چې خدای لیکلې وي هغه به کیږي د هلمند کندز او نور ولایتو کفري وحشتونه ډلیزې وژنې دا هر څه په تقدیر کې لیکلي دا زما په ترجماني او نه ترجماني نه راګرځي.
ترجمان راغی د سرو لښکرو د ماتې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون وکړاو ” د مرګ په غلامانو مرګ په وطن فروشانو“ شعارونه یې ورکول.
پای


