یونان کې بیا د کډوالو دوه غبرګې بېړۍ ډوبې شوي دي

(کابل ټکی کام :جمعه ،لړم ۸ ،۹۴ ۱۳ل)
ترکې نه یونان ته تلونکې د کډوالو دوه غبرګې بېړۍ ډوبې شوي دي، چې ۲۱ تنه پکې مړه او ګن شمېر نور يي ژغورل شوي دي .
د یونان پولیسو خبر ورکړی چې د تېرې شپې د هوا د خرابوالي له امله دغه پېښه رامنځ ته شوې .
دغه بېړۍ د «کلیمنوس » جزیرې ته نږدې غرقه شوې چې ۱۸تنه پکې مړه شوي او ۱۰۸ تنه نور يي ژغورل شوي دي .
او بله بېړۍ د «رودیس » جزیرې ته نږدې ډوبه شوې چې درې تنه پکې مړه شوي او شپږ نور يي ژغورل شوي دي .
د یادونې وړ ده چې ، تراوسه د دغو وژل شو او ژغورل شو وکړو هویت دقیق نه ده څرګند شوي ، خو په دغو وروستیو کې د سوريي او افغانستان کډوال په دغو خطر نه ډکو لارو هڅه کوي چې اوروپايي هېوادونو ته پنایوسي .
حماس افغان



