شیخ دکتور شیرعلي شاه له دنیا څخه رحلت وکړ

کابل ټکی کام فرید احمد
شيخ التفسير والحديث دکتور شېرعلي شاه رحمه الله نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د څلور اتيا کالو په عمر وفات شو.
نوموړی د ډېرې مودې راپديخوا په یو شمېر رنځونو اخته و، چې اکثر وخت به په روغتون کې بستر و.
شيخ التفسير والحديث دکتور شېرعلي شاه رحمه الله نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د څلور اتيا کالو په عمر وفات شو.
نوموړی د ډېرې مودې راپديخوا په یو شمېر رنځونو اخته و، چې اکثر وخت به په روغتون کې بستر و.
نوموړي شیخ له دارالعلوم حقانيې څخه فراغت شوی و چې وروسته يې د مدينې منورې اسلامي پوهنتون کې په فقه کې دوکتورا وکړه.
علامه شېر علي شاه رحمه الله د پاکستان په یو لړ مدرسو کې د دیني علومو تدریس چارې پر مخ وړلې چې د تدریس د عمر زیاته برخه یې په اکوړه خټک او د مولوي جلال الدین حقاني په مدرسه منبع العلوم میرانشا کې تېره کړې وه.



