فراه پشترود کې افغان ځواکونو ۹ قرارګاوې اوپوستې طالبانو ته پرېښي دي

(کابل ټکی کام :جمعه ،لړم ۸ ،۹۴ ۱۳ل)
طالبان وايي چې د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کې تېره شپه دیادي ولسوالۍ اړوند د مسو او کبابي په سیموکې افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو له ډاره له خپلو ۹ قرارګاؤ اوپوستو پرته له کومې جګړې تښتیدلي دي .
د ورکړ شوي خبر په اساس د مسو په سیمه کې د افغان ځواکونو دنترو قرارګاه ، دسپيني غونډۍ قرارګاه ، دزړې قلعه قرارګاه ، دجانخاني دپولیسو پوسته ، دمکتب پوسته ، دکبابي په سیمه کې دپولیسو ۲ پوستې ، د اردو د مدرسې پوسته ، دساج دمکتب د عسکرو قرارګاه څخه تېر ماخوستن عسکرو او پولیسو پرته له کومې جګړې پښې سپکې کړي ، چې له امله يي پراخې سيمې د طالبان له ولکې لاندې ورغلي دي .
حماس افغان



