ځنې رسنۍ په هیواد کې مخالفتونو ، نفرت او کړکیچ ته لمن وهې

سر لیکنه

د تیر یوې اونۍ را پدیخوا په هیواد کې پر یو شمیر رسنیو نیوکې زیاتې شویدي چې د خپل مطبوعاتي رسالت پر ځاي په هیواد کې نا امنیو او کړ کیچ ته لمن وهي.

ددې هدف د روښانه کولو لپاره تر اوسه خو په دولتي سطحه او نه د رسنیو د ټولني لخوا کوم پلاوی ټاکل شوی چی په رسنیو کې هغه رسنیو ته ګوته ونیسي یائی په مرموز شکل خپلو ستونزو او له مطبوعاتی رسالت سره په مخالفت خپرونو ته متوجه کړي چې که په رښتینې توګه د هیواد د سالمیت لپاره ئی ملاتړلی وي نو باید په کامله توګه مطبوعاتي رسالت په پام کې ونیسئ.

 دا نیوکې او اعتراضونه وروسته لدې وشول چې له بهره تمویل کیدونکو رسنیو د افغان اولس په ځوان نسل کې تر زیاته حده خپله ورسپارل شوی دنده چې له بهره ورته ورکړل شوی ده د مقالو، تبصرو ، راپورتاژونو ، مرکو او سریالونو په ښودلو سره سرته رسوی.

په افغانستان کې لومړی شخصې مطبوعات او رسنیو رسنیز جواز نه درلود؛ دڅه په اړه چې دشاهی حکومت فرمان درلود دهغی په رڼا کی به دولتی رسنیو خپرونی کولي ، خو د کمونستي او بیا د جهادي دوری خپلسریو یا اوس د پردیو اهدافو دسرته رسولو په موخه چې یو شمیر رسنۍ له بهره تمویلیږي په افغانستان کې په ریښتني توګه ډیرې کمی رسنۍ دي چې خپل مطبوعاتي رسالت سرته رسوی ؛ اکثر ئی د کومو اهدافو لپاره چې ئی خپرونو ته لار موندلي د همغی اهدافو د سرته رسولو لپاره خپرونی کوي او څه خو هم دکمپاین په توګه خپرونې کوی چې همدی له امله په افغانستان کی یو شمیر رسنۍ خپله په مطبوعاتی ډګر او هم د اولس لوستوالو ته بی اعتباره شویدی.

مونږ یو شمیر رسنۍ په دې خپل ځانونه  مسئول ګڼو چې خپرونو کی دوامداره پاتې شو او خپله مطبوعاتي فریضه ادا کړو چې اولس ته د ملي ارزښتونو د ګواښ کوونکو رسنیو په لورې د حقیقي نیوکو ګوته ونیسو مونږ باید په یوه رسنۍ کې د تعصب له مخې اعتراض ونګړو لکه څرنګه چې نورو يو شمیر رسنیوڅخه دخپل هیواد دسالمیت خپل اصلي افغاني کلتور د ساتلو، دینی مقدساتو ، ملي نوامیسو او دنورو د عزت او پت ساتلو په اړه پاملرنه غواړو همداسې باید خپله هم د رښتینو او تبلیغاتي رسنیو تر منځ توپير وکړو.

د هر هیواد او په ځانګړي توګه د افغانستان جګړي خپل اولس او خاوري د خوندیتوب هوساینی او د تپل شوی جګړي څخه د ځان ژغورنې لپاره رسنۍ دنده لري چې ددولت او ملت ترمنځ رسنۍ خپل رسالت یعنی ددواړو ترمنځ د ښو اړیکو ، نزدیوالې، باور پیداکونې او د یو پل حیثیت ولري. نه داچې په دولتي ادارو ، نظامي ټولګیواو اولس کې دبې باورۍ او نا امنۍ اور ته لمن ووهې.

رسنۍ دنده لري چې په هیواد کې د ټولو ناخوالو او بدبختیو دمخنیوي لپاره دولتي او قومي مشران خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي.

داچې یو شمیر رسنۍ د پردیو د اهدافو د سرته رسولو لپاره د بهرنیو سفارتونو څخه خپل میاشتنی لګښتونه تر لاسه کوي دوی ددې دپاره پکار ندی آچول شوی چې د هیواد سالمیت او افغان اولس دژوند د نیکمرغۍ لپاره دې په رسنیو کې سالمې خپرونې وکړي په اصل کې دوي دخپل مقصد په رسولو کې ترڅه حده چې افغان اولس د کومو بدبختیو سره مخ دی رسیدلی دي او اوس هم خپله ورسپارل شوی دنده په مرکو، راپورتاژونو ، لیکنو او راپورونو دهیواد کرکیچ ته لمن وهي.

مونږ ټول خپلو مقدساتو ته په درناوي او احترام باید د دا ډول رسنیو په مقابل کې ژبې او قلمونه حقیقت وینو او لیکنو ته متوجه کړو چې پدې عمل سره به مو د الله رضا او د اولس خدمت په حقیقې توګه سرته رسولی وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button