بدخشان : طالبانو راغستان کې ۴ پولیس وژلي،۸ نور يي سخټ ټپیان کړي دي

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)
بدخشان ولایت نه په تازه خبر کې راغلي دي چې نن سهار مهال شاوخوا ۶ بجې د راغستان ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي .
د ورکړل شوي خبر په استناد د نښتو په جریان کې طالبانو په افغان ځواکونو باندې یوه تاکتیکي چاودنه کړې چې په پایله کې ۴ تنه عسکر وژل شوي او ۸ تنه نور يي سخت ټپیان شوي دي .
د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس افغان سرتېري له سیمې نه د تېښتې په حال کې دي .
سمیع الله سعادت



