د هلمند پر مرستيال والي سرتېری بريد شوی دی

کابل ټکی کام قدرت الله حسین
چارواکي وايي چې د هلمند ولايت د مرستيال والي محمد جان رسوليار پر موټريز کاروان سرتېری بريد شوی، خو تر دې دمه يې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.
ياد بريد تېره ورځ د دې ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د چا انجير په سيمه کې شوی دی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د بريد پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بريدګر د کرولا موټر پر مټ د رسوليار پر موټريز کاروان بريد وکړ.
نوموړي منلې ده، چې په برېد کې مرګ ژوبله پېښه ده، خو تر دې دمه يې په اړه مالومات نه لري.
د هلمند امنيه قوماندان نبي جان ملا خېل هم د بريد پخلی کړی، خو له مالوماتو ورکولو يې ډډه کړې ده.
د هلمند ځنو امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په دې بريد کې د اردو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د تفاتو اندازه دوی ته نه ده مالومه.
خو د هلمند مرستيال والي رسوليار رسنيو ته په خبرو کې ويلي دي، چې نوموړی له بريده روغ وتلی خو په دغه بريد کې ۳ سرحدي او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
ياده دې وي، چې په ياده ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې د وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.



