امريکا: ډونالډ ټرمپ مک مسټر د ملي امنيت سلاکار ټاکلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۳) الماس خدرخېل

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنرال هربرټ ريمونډ مک مسټر د ملي امنيت د نوي سلاکار په توګه ټاکلی دی.

مک مسټر تر دې مخکې په افغانستان او عراق کې د امريکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ده.

ټرمپ دغه جنرال مناسب او د تجربې لرونکی سړی بللی او ويلي يې دي چې په پوځ کې نوموړي ته ټول احترام لري.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې  د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین او روسیې ترمنځ پر اړیکو تر نیوکو او فشارونو وروسته، ښاغلي فلین استعفا وکړه.

په ورته وخت کې سناتور جان مکین د مک مسټر په اړه لیکلي: (جنرال مک مسټر د ملي امنیت د سلاکار د دندې لپاره مناسب کس دی. زه له هغه سره د اوږدمهاله پېژندګلوۍ ویاړ لرم، له فکري اړخه، هغه یو پیاوړی سړی دی).

مک مسټر له ډونالډ ټرمپ څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې (زه په لېوالتیا د ملي امنیت له ډلې سره د یوځای کېدو په تمه یم او د امریکا د خلکو د ساتنې لپاره هرکار ته چمتو یم).

د امریکا د ملي امنيت د سلاکار پوست چې لوړرتبه دولتي څوکۍ دی، مستقيماً د ولسمشر په لوري ټاکل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button