اشرف غني دپرديوپه ډاډ د سولې دروازې تړي

پخواني ولمشرحامدکرزي به تل ويل چې دطالب مشرانو سره دمذاکراتولپاره يوادرس نه لري او چې کله ېې ادرس وموند دهغوئ سره به دافغانستان دمسئلې دحل په اړه خبرې وکړي ، په قطرکې دافغانستان دمسئلې دحل لپاره دطالب مشرانو سياسي دفتر پرانستل شو او دطالبانو لخوا  په يوه اعلاميه کې څرګنده شوه  چې په قطرکې زموږ سياسي دفتر عام تام واکي لري څو دافغانستان په اړه پريکړه وکړي.

له هغه را وروسته داشرف غني سره بيا داډول  دليل نه وچې ولس ته ېې وړاندي کړي حامدکرزي ولس په هر رنګ کې دوکه اوقانع کولاى شوچې په بې واکۍ کې ېې دوه دورې  واکمني وکړه.

اوس چې په افغانستان کې هرافغان ځوان – زوړ سياسي او غيرسياسي دافغانستان دمسئلې دحل غوښتونکى دى ، په قطرکې دطالب مشرانو سياسي دفتر هم فعال دى خو اشرف غني  دطالبانو سره دمذاکراتو اوسولې  واک نه لري په افغانستان دپرديوپه ډاډ دنورې تباهۍ په موخه دسولې د دروازې دتړلو هڅه کوي.

اشرف غني په مونیخ امنیت غونډه کې  دنورو هيوادونو دمشرانو دليدلو ترڅنګ د قطر له بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره وليدل چې تمه کيده قطر په افغانستان کې دسولې په اړه خپل رول ولوبوي خو اشرف غني ورسره په لیدنه کې په ارګ کې دننه داخترونو شعار تازه کړ پر طالبانو ېې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې بهیر سره یو ځای شي.

داشرف غني له وينا وروسته دارګ لخوا يوه اعلاميه خپره شوه چې پکې ويل شوي که طالبان تر دوبي خپل چلند بدل نه کړي دقطر د دفتردتړلوپه ګډون به پردوې بنديزونه ولګول شي.

په اصل کې اشرف غني ته يوځل بيا په افغانستان کې دناټو امريکايي قوماندان نيکولسن لخوا دنوروپوځونو دزياتوالي ډاډ ترلاسه شوی دي ځکه خو دسولې  د دروازې دتړلو ويناکوي او  د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وينا له غوږه باسي چې ورته ېې وويل :

افغانان جګړو ډير وځپل  په افغانستان کې دسولې لپاره هڅې زياتې کړه .

دافغانستان دمسئلې دحل لپاره په قطرکې په ٢٠١٣ميلادي کال کې طالبانو سياسي دفترپه دي موخه  پرانیست چې په هيوادکې روانو جګړوته دپای ټکى کيښوول شي امابدبختانه تراوسه پورې په افغانستان کې جګړه روانه  اومرګونې پيښې دوام  لري.

په قطرکې دطالبانو سياسي دفترپه دې موخه پرانستل شوی دى چې هغه لورې چې دافغانستان دمسئلې دحل توان لري مذاکرات ورسره وشي که اشرف غني په قطرکې د طالبانو دسياسي دفتر دبندولو يادونه اوغوښتنه کوي  داپه دې ماناده چې اشرف غني دپرديوپه ډاډ په هيواد کې دسولې دروازې تړي.

که موجوده حکومت پرځان باوردرلوداى او بيا اشرف غني داډول ويناکولای  نو حکومت ته ېې دوام ورکولاى شو خو خپله په حکومت کې پرې هم نيوکې کيږي

په دې نازک وخت کې دمذاکراتو لپاره بايد زمينه برابره شي نه داچې دمذاکراتو د دروازو دتړلو هڅه وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button