تخار: د ترافيکي پېښې له امله ١١ تنه ټپيان شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب۳) صابرخپلواک
د کندوز تخار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله ١١ تنه ټپيان شوي دي.
د تخار د ترافيکومدير حضرت ګل فرخاري رسنیو ته ویلي ، چې دغه پېښه نن سهار اته بجې د تالقانو ښار اړونده د چشمه شېر په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يوه سراچه موټر له کرولا موټر سره ټکر شوه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې ١١ تنه ټپيان شوي او لامل يې د چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو کنګل کېدل ياد کړل.
د تخار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حفيظ الله ساپي ويلي، چې له يادې پېښې ۱۱ ټپيان راوړل شوي چې د درېيو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د صاپي په وينا، له دې ډلې څخه درې ټپيان کندوز ته لېږدول شوي او درې نور لاهم د تخار په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.



