ایران د ترکيې سفير احضار کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۳) الماس خدرخېل

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ترکيې سفير احضار کړی او د ترکيې مشرانو د هغو څرګندونو په اړه يې ترې سپيناوی غوښتی چې څو ورځې مخکې يې ويلي و چې ایران په سيمه کې مذهبي شخړو ته لمن وهي او بې امني رامنځته کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو د یکشنبې په ورځ د مونشن نړیوالې امنیتي ناستې ته په خپله وينا کې وویل، چې ایران غواړي سوریه او عراق شیعه کړي او ترکیه په منځي ختیځ کې د دا ډول مذهبي تبعيض مخالفه ده.

نوموړي ويلي و، چې ایران دې په سيمه کې د ګډوډۍ له رامنځته کولو لاس واخلي.

په ایران کې ډيری حکومتي خلک شيعه ګان دي، چې په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم ملاتړ کوي.

بل پلو د ترکيې اکثريت يې سنيان دي، چې په سوريه کې د سني ډلو په ملاتړ تورنه ده.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، چې د ترکيې سفير هاکان تيکين ته يې وويل چې (تهران به له زغمه کار واخلي خو د صبر کاسه هم چې کله ډکه شي بيا څڅېږي).

د ترکيې او ايران ځواکونه اوس مهال په عراق کې د داعش په خلاف په عملياتو کې برخه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button