د زابل د والي، ښاروال او پوهنې رئيس پر ضد لاريون وشو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۴) الماس خدرخیل

د زابل د مرکز په سلګونو تنو اوسېدونکو په دغه ولايت کې د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له دندو څخه د زابل د والي ،د ښاروال او پوهنې رئيس دګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو دغه چارواکي په فساد او بې کفايتۍ تورن کړل او له مرکزي حکومته يې غوښتنه وکړه چې پر ځای يې نور کسان وګوماري.

د لاريون کوونکو په وينا والي دغې ولايت ته د ورتګ په وخت کې ورسره د فاسدو چارواکو د لرې کولوه ژمنه کړې وه او ويلي يې و چې فساد به له منځه وړي، خو دوی وايي چې اوس يې خپله ملاتړ او مرسته کوي.

د والي پر ضد لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که حکومت دغه کسان له ندو ليرې نه کړي، نو په غبرګون کې به يې د کابل- کندهار لویه لاره د خلکو پر مخ وتړي.

بل پلو د زابل والي دغه تورونه ردوي او وايي، چې له فساد سره يې د مبارزې په برخه کې هڅې کړي او له دې وروسته به يې هم کوي.

بايد وويل شي، چې تردې مخکې هم د زابل اوسېدونکو د والي او ځينو نورو چارواکو پرضد لاريونونه کړي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button