په فیس بک د خطرناکې پیښي مخه نیول کیدای شي

لاروی
دفیس بک بنسټګرمارک زکربرګ په یوه نوی پروګرام پیل کړی دی چې اوس به په فس بک د خطرناکي پیښې مخه نیول کیدای شي.
دفس بک بنسټګر مارک زکربرګ په خپل یوه لیک کې یادونه کړې ده چې له څوکالو وروسته په دې وتوانید چې د فس بک په وسیله د خطرناکوپیښوعاملین وپیژني او هم ېې په اسانۍ سره مخه ونیسي.
مارک زکربرګ ویلي چې دیوه مصنوعي ذهن سافټ ویئرېې جوړکړی چې دپوسټ سره به هرهغه خطرچې عامل ېې پیښه وي معلومات لاس ته راوړي څو په نړۍ کې دفس بک ګټه نړیوالو ته ورسیږي.
یاد بنسټګرپه خپل یوه اوږده خط کې لیکلي چې ددې مصنوعي ذهانت سافټ ویئر نوم (ایلګورد مز) دی چې په هرډول سختو او انسان زوروونکو پیښوکې د معلوماتو اویا خبرورکولو کې مرسته کولای شي.
د مخه د فس بک په وسیله د داډول پیښو د معلومولوڅه وسیله نه لیدل کیده خو اوس به فس بک یواځې د تفریح اویا نوورګټو سره سره د خطرناکو پیښو د مخنیوي او نورو ځوروونکو کسانو چې په فس بک یوبل ته سپکې سپورې او یا د خفګان سبب کیدونکي الفاظ استعمالوي هم په اسانۍ سره پیژندلای شي.
په فس بک باندی په هره ګړۍ کې په میلونونه لیکنې کیږي چې د ټولو معلومول هم څه اسان کار نه دی برګ ویلی پردې ېې ځکه کار وکړچې په فس بک کي پیغامونوکې د بدو الفاظو استعمالوونکي په ګوته کړي څو له فس بکه خوابدي کسان له دې عذابه وژغورل شي په فس بک باندې دامهال ځنې خلک داسې بد پیغامونه یوبل ته لیږي چې له همدې خوا بدوونکو پیغامونو او یالیکنوله امله یوشمیر خلکو د فس بک استعمال پریښی دی .
د فس بک بنسټګر ویلي چې دا پروګرام په لومړیو مرحلوکې دی او په یوبل پروګرام چې د فس بک د لاري به نړیوالوته نورې ګتې هم ورسوي د فس بک په اړه به د منفي نظرپه خاوندانو کې کمښت راشي برګ ویلي هرچا چې په فس بک سالمه نیوکه وکړه او منفي ځای ېې په ګوته کړ زه به ېې له حده زیاته مننه وکړم.



