امريکا د غير قانوني کډوالو د ايستلو امر کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۴) الماس خدرخیل
د امريکا د کورني امنيت وزارت تېره ورځ دوه حکمونه صادر کړل، چې له مخې به يې ناقانونه کډوال چيرته چې وموندل شي خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.
د امريکا د کورني امنيت وزير جان کيلي سرحدي ګزمو او د مهاجرت مامورينو ته ويل شوي، چې هرځای غير قانوني کډوال پيدا کړي هرڅومره چې ژر ممکن وي خپلو هېوادونو ته دې ستانه کړل شي.
په دغه امر کې به هغه غير قانوني کډوال لومړی له متحده ايالاتو ايستل کېږي، چې په جنايي جرمونو تورن وي او يا ورباندې شک کېږي.
په دې کې به هغه غیرې قانوني کډوال چې د ترافیکي سرغړاویو له کبله نیول کېږي له هغو سره چې په لویو جرمونو مجرم بلل شوي یوځای له متحده ایالاتو څخه هغو هېوادونو ته بېرته استول کېږي چې ترې راغلي دي.
ويل کېږي، د امريکا په متحده ايالاتو کې شاوخوا ۱۱ ميليونه غيرې قانوني کډوال استوګن دي.
په ورته وخت کې، جان کيلي د امريکا پر پوله مکسيکو سره ژر تر ژره د ديوال د جوړولو چارې د پيل کولو امر هم کړی دی.



