اسرائيلي الوتکو د سوريې په پوځ هوايي بريد کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۴) الماس خدرخیل
د اسرائيلو د هوايي ځواک الوتکو په سوريه کې د دغه هېواد پر پوځي مرکزونو بمباري کړې ده.
د سوريې يوې پوځي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي الوتکو د سوريې دمش په لويديځ کې د سوريې پوځ مرکزونه په نښه کړل، چې پکې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه زياتوي، چې بريد نن سهار مهال ترسره شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ويل کېږي، اسرائيلي الوتکو په سوريه کې د داعش او القاعده ډلو مرکزونه هم په نښه کړي دي.
څو ورځې وړاندې له يادې سيمې څخه په اسرائيلو راکټي بريدونه ترسره شوي و.
تر دې دمه لا د حکومت کومې رسمي سرچينې رسنيو ته څه نه دي ويلي.



