د مديترانې سمندر کې له سلو زيات کډوال غرق شوي- د ۷۴ کسانو مړي موندل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۴) الماس خدرخېل

د ترکيې رسنيو راپور ورکړی، چې د مديترانې په سمندر کې د کډوالو د کښتۍ غرقېدو پېښه کې له سلو زيات کسان مړه شوي دي.

دغو کسانو چې اروپا ته يې د تلو هڅه کوله، د د مديترانې سمندر د ليبيا په سواحلو کې غرقه شوې ده.

ويل کېږي، په کښتۍ کې تر ۱۵۰ ډېر کسان سپاره و، چې د ژغورنې عملې تر دې دمه د ۷۴ کسانو مړي له سمندر نه راويستي دي او د پاتې نورو لټون روان دی.

د مړو شويو کسانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځايي حکومت يې مړي د نمبر لګولو وروسته د بې کسه خلکو هدېره کې خاورو ته سپاري.

د روان ۲۰۱۷ کال له پيل راهيسې په دغه سمندر کې تر ۳۳۰ ډيرو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې ملګري ملتونه وايي، چې دا هغه کسان دي، چې مړي يې موندل شوي او په وينا يې چې هره ورځ په دغه سمندر کې لږ تر لږه ۱۴ تنه اروپا ته تلونکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تر دې مخکې هم په دغه سمندر کې سلګونه اروپايي هېوادونو ته تلونکي کډوال غرق شوي او مړه شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button