قانون د غڼې جال ثابت شو؟؟؟

معلم عطا او دوستم له قانون نه پورته ثابت شول
او احمد ایشچي له دوستم نه کم ثابت شو
نو د اشرف غني دا ادعا دروغ ثابته شوه چې ویلي یې وو: هیڅوک له قانون نه پورته نه دی او هیڅ افغان له بل افغان نه کم نه دی.
ډاکټر اصف
پوهان وایی چې له هغه په نوم اسلامي حکومته چې قانون پکې تطبیق نه وي د کفر هغه حکومت چې قانون پکې تطبیق وي برتري لري.
زمونږ د حکومت نوم هم د افغانستان اسلامي!!! جمهوریت دی، قانون یې هم جوړ کړی، د پخوانیو حکومتونو په پرتله هر څه لري، د افغانستان په تاریخ کې دومره سهولتونه حکومت نه درلودل لکه نن سبا یې چې دا حکومت لري، نظامي وسایل، پیسې، بشري ځواک، یو درجن نظامي مختلفې ډلې ټپلې، پارلمان، سنا، وکیلان او داسې نور.
خو متاسفانه له دې ټولو سره سره دا یو غلام حکومت دی، او برسیره پر دې د غلو، داړه مارانو او بدمعاشاتو حکومت دی، نیکو او صالحو خلکو ته پکې ځای نشته، حکومتي ټول ارګانونه په دې هڅه کې دي چې داسې څیرې ځای پر ځای کړي چې د دوې شخصي منافع خوندي وساتي، او رازونه یې افشا نکړی.
نیک او صالح خلک که هر څومره وړتیا ولري لومړی خو یې په مختلفو بهانو او دسیسو مخه نیول کیږي چې په حکومت کې ځای پر ځای نشي او که فرضا شي نو د مشکلاتو له یوه لوی بحران سره مخ کوي تر دې چې له خپله سمته استعفا ته یې مجبوروي او په کور کیناستل غوره ګڼي.
راځو د دې حکومت قانون ته، د دې حکومت قانون د غڼې هغه جال ته ورته دی چې کوچني ژوي پکې راګیریږي او غټ ژوي په تیزۍ څخه ورنه تیریږي.
معلم عطا وګورئ چې لس کاله یې د زر زور او تزویر په واسطه د مزار شریف د ولایت چوکۍ په خپل مقعد پورې د استاد رباني په څیر کلکه سریښ کړې وه، چې بالآخره اشرف غني د لومړیو ورځو څخه تر ننه پورې خپل ټول وس وکړ چې نوموړی له دې څوکۍ راکوز کړي، خو ونه توانید نو یې سرپرست اعلان کړ، خو اوس چې د دې وخت رارسیدلی و چې باید نوموړی ریپلس کړای شي او بل والي کینول شي نو معلم عطا د خپل هوس له مخې اشرف غنی هغه د چا خبره په مرګ ونیو په تبه یې راضي کړ، له اشرف غني نه یې د ولایت د پریښودو په مقابل کې داسې غوښتنې وکړې چې د اشرف غني سر یې وچورلوو، بې شمیره وزارتونه، بې شمیره ولایتونه او بې شمیره سفارتونو او داسې نورو غوښتنې ېې وکړې آن تر دې چې اشرف غني په دې پوه شو چې له لیرې کولو یې نه لیرې کول ښه دي او د مزار د ولایت چوکۍ له پاکولو نه همداسې پلیته ښه ده نو یې رسما بیرته د د مزار د والي په حیث مقرر کړ.
همدا راز ومو لیدل چې د شمال یو بل وحشي صفته بدمعاش ګلم جم دوستم چې پر خپلو خلکو یې په سلګونو وحشیانه اعمال ترسره کړي دي، او له ډاره یې څوک حال نشي ویلای بالآخره د احمد ایشچي او اکبر بای په واسطه یې ټول وحشتونه د نړۍ په سطحه پاش شول، او سره له دې چې ارګ او لویې څارنوالۍ یې په مکرر ډول د توقیف او څارنوالۍ ته د حاضریدا امر وکړ خو په ټول حکومت کې داسې نر پیدا نه شو چې نوموړی د قانون منګولو ته کش کړای شي.
ورپسې لویې څارنوالۍ د هغه د باډي ګارډانو د نیولو امر وکړ خو تر اوسه دا امر هم پر ځای نشو.
له ټولو نه شرمیدلی حالت اوس لا دا و چې تیره شپه یو درجن نظامي ځواکونو له خپلو ټولو درنو او سپکو وسلو او ټانکونو سره د هغه کور مازدیګر مهال محاصره کړ خو ماښام مهال یې بیرته په پټه خوله محاصره ماته کړه، خو تر ننه یو چارواکی هم رسنیو ته نه حاضریږی چې د دې ډراماتیکې محاصرې او بیرته په شا کیدو په اړه ملت ته وضاحت ورکړي. ټول داسې ویرې اخیستي چې مبادا یې له خولې داسې څه ونه وځي چې د دوستم د قهر د څپو لاندې راشي.
همدا وجه ده چې د اشرف غني هغه خبره سوچه درواغ وخته چې ویلي یې وو:
هیڅ افغان له قانون نه پورته نه دی او هیڅ افغان د بل افغان نه کم نه دی.
اوس ټول ملت په غړیدلو سترګو ګوري چې ډیرې بدمعاش افغانان شته چې له قانون نه څو چنده پورته دي او ډیرې افغانان شته چې له بل افغان نه څو چنده ښکتهدي، نو ویلای شو چې اشرف غني ملت ته درواغ ویلي وو او ملت یې تیر ویسته چې ده ته یې رایې ورکړې که نن دغه غولیدلی ملت هر څومره لاسونه ومښي خو څه په لاس نه ورځي ځکه چې اوبه له ورخه تیرې شوي دي.



