ننګرهار: چارواکي د ۳۰ داعش وسلوالو د وژلو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۴) الماس خدرخیل

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د عملياتو پر مهال د يوه قومندان په ګډون ۳۵ داعش وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنيو ته وویل، چې دغه داعش وسلوال يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اچین ولسوالۍ په جمال خېل او د هسکې مېنې په ګرګري سیمو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال وژلي او ټپيان کړي دي.

نوموړي زياته کړه، په وژل شویو کې د حمزه په نوم د داعش یو قوماندان هم شامل دی.

بل پلو په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ويل شوي، چې د شاهين ۲۵ عملياتو پر مهال يې د يادې ډلې ۳۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

څه موده وړاندې دولتي ځواکونو د شينوارو په ولسواليو کې د داعش پر ضد د شاهين ۲۵ په نوم عمليات پيل کړل، له همدې امله ځایي چارواکي هره ورځ د لسګونو داعشیانو د نيولو او وژلو ادعا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button