د کډوالو چارو وزارت: پاکستان د تېرې اوونۍله بريدونو وروسته ۱۶۰۰ افغانان نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۴) الماس خدرخېل

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد پوليسو د تېرې اوونۍ له بريدونو راپديخوا ۱۶۰۰ افغانان نيولي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل رسنيو ته وويل، چې پاکستان کې د افغان سفارت په هلو ځلو یو شمېر نیول شوي افغانان بېرته راخوشې شوي او د نورو د خوشې کېدو هڅې هم روانې دي او په وينا يې دغه هېواد د افغان مهاجرو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه ‌دی کړی.

مياخيل زياته کړه: (د افغانستان، پاکستان او «یو. ان. اېچ. سي. آر» تر منځ یوه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوې که هلته افغانان نيول کېږي، ځورول کېږي او یا هم په زوره ایستل کېږي نو دا د همدغو دوه اړخېزو، درې اړخېزو هوکړه‎لیکونو څخه سرغړونه او د کډوالۍ په تړاو د ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسینونو څخه سرغړونه ده).
په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفارت د افغانانو نيول د نړيوالو قوانينو خلاف کار نه بولي او وايي، دا د دوی حق دی چې غیر قانوني کډوال او یا هم هغه کسان ونیسي چې د ترهګرو د ملاتړ شک پرې کېږي او په وينا يې په ديرش لکه کسانو کې د څلور پنځه سوه کسانو نيول کومه خاص خبره نه ده.

بل پلو د افغانستان د ولسي جرګې يو شمير غړي بيا وايي، چې پاکستان تل له کډوالو څخه د افغانستان پر وړاندې د فشار په ډول کار اخيستی او زياتوي چې د ملګرو ملتونو له په همغږۍ دې پر دغه هېواد زور راوړل شي ترڅو د افغانانو له زورونې لاس واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button