کابل : سروبي کې طالبانو د افغان ځواکونو د وژلو خبر ورکړی

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)
طالبانو د ننګرهار – کابل په لویه لار سروبي کې د ۴ عرادو رینجرو د تخریب، ۹ تنو عسکر د وژلو او ټپي کېدلو دعوه کړې ده .
طالبانو په خپل رسمي ویب پاڼه کې ويلي دي چې، نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍاړوند کابل جلال اباد پر لویه لار دلغمان دروازې په سیمه کې د افغان ځواکونو پرکاروان د دوي لخوا برید ترسره شوی چې تر ۱ بجې يي دوام درلود،د بريد په پایله کې ۴ عرادې رینجر تخریب، ۵ عسکرقتل، ۴ نور ژوبل شول .
حماس افغان



