د طالبانو فعالیتونه بلخ ولایت کې ډېر شوي دي : خیراندیش

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)
محمد ابراهیم خیر اندیش د بلخ ولایت د ولایتي شورا غړی وايي چې په بلخ ولایت کې د طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي .
نوموړی وايي د طالبانو پراخ موجودیت او په ځينو سیمو ددوي کنټرول او د امنیتي چارواکو وژل او د سرک د غاړې چاودنو چارواکې او سیمیز خلک اندېښمن کړي دي .
خیر اندیش رسنیو ته د یوه ټلفوني تماس په ترڅ کې ويلي دي چې په چمتال، شولګره، دولت اباد، کشنده او زارع ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونو د پخوا په پرتله څو چنده پراخ شوي دي .
خيراندیش زیاتوي چې طالبان ډیری سمیز پولیس او نور دولتي کارکوني په نښه کوي چې امنیتي چارواکو ته یو جدي ګواښ ګڼل کيږي .
او دغه راز په یادو ولسوالیو کې عام وګړي د سمیزو پولیسو له ناوړه چلند او نا امنیو له امله کړېږي ، خو ددوي غږ تراوسه چا نه ده اورېدلی .
که دولت ددوي امنیت ته جدي پاملرنه ونه کړي نورې سیمې به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي .
حماس افغان



