غزنی: يوې مېرمنې د زهر په خوړلو سره ځان وژنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۴) صابر خپلواک
چارواکي وايي چې په غزني کې يوې مېرمنې د زهر په خوړلو سره ځان وژنه کړې ده. د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل رسنیو ته ویلي ،چې پوليسو د دې مېرمنې جسد وړمه ورځ د غزني ښار د قلاتي په سيمه کې موندلی و.
هغه زياته کړه، له څېړنو وروسته معلومه شوه چې يادې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله زهر خوړلي او ځان يې وژلی دی.
د امرخېل په وينا، د يادې مېرمنې خاوند نن پوليسو نيولى او تر پلټنو لاندې دى. د غزني د ښځو چارو رئيسه شکريه ولي هم وايي چې يادې مېرمن زهر خوړلي او ځان وژنه یې کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې مېرمنې خاوند بل واده هم کړى و؛ نو ځکه یادې مېرمنې ځان وژلی دی.
د غزني د ولایتي روغتون نوکريوال ډاکتر نورالله ویلي ،چې وړمه ورځ پوليسو ورته د يوې مېرمنې مړی ور وړی او له معایناتو وروسته معلومه شوې چې په زهرو یې ځان وژنه کړې ده.



