چين د کابل له پوهنتون سره ۵۶.۷ ميليونه افغانی مرسته وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۴) صابر خپلواک
چين د کابل له پوهنتون سره د ۵۶.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د تدريس، لابراتوار او مېلمستون اړوند توکو مرسته وکړه.
د کابل پوهنتون مشر حميدالله فاروقي پوهنتون ته د دغو توکو د سپارلو په ناسته کې وويل چې په يادو وسايلو کې شاوخوا ۹۰۰ لب ټاپ او ډيسک ټاپ کميپوټرونه، ۴۰ مايکروسکوپونه، ۳۰ پرېنټر (د چاپ ماشينونه)، ۲۰ پروجکټورونه، ۴۰ د کمپيوټر يو پي اېس دستګاوې، ۱۰۰ د ټيلېفون ثابتې دستګاوې، شل د فوتوکاپۍ ماشينونه او ۵زره کتابچې شاملې دې.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو توکو کې د کابل پوهنتون د مېلمستون اړوند وسايل هم شامل دي.
د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند په نننۍ ناسته کې د چين له مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې دغه هېواد به په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د چينايي ژبې ډيپارټمنټ د تدريس لپاره يو بله ودانۍ او يو د کنفرانسونو تالار هم جوړ کړي.
خو هغې ونه ويل چې پر دې ودانيو به څومره لګښت راشي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، چين له ۱۳۸۸ تر ۱۳۹۳ کال پورې له کابل پوهنتون سره د ۶۰ ميليونه افغانیو په ارزښت تدريسي، دفتري او لابراتواري توکو مرسته کړې وه.
په افغانستان کې د چين سفير ياوجينګ (Yao Jing) وويل ، دا مهال شاوخوا ۸۰۰ افغان زده کوونکي د چين په بېلابېلو پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي .



