پکتیکا: د يوې چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۴) صابر خپلواک
د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ۹ ټپیان دي.
د پکتیکا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال عبدالرووف مسعود رسنیو ته خبر ورکړی، چې دا چاونه نن غرمه د یاده ولسوالۍ د بازار په مرکزي څلورلارې کې د موټرسايکل بم په وسيله شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنې څلور کسان وژلي او ۹ تنه نور ټپیان شول.
تر اوسه د یادې چاودنې مسؤولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.



