د جنرال دوستم ۷ ساتونکي پولیسو ته تسلیم شول

نن ناوخته د جنرال دوستم ۷ ساتونکي پولیسو ته تسلیم شول ویل کیږي چې د جنرال دوستم یاد ساتونکي په لویه څارنوالۍ کې تر پلټنو لاندې دي.
د جنرال دوستم ۹ ساتونکي د جوزجان د پخواني والي ایشچې په بندي کولو او جنسي ځورونې تورن دي.
د کورینو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د جنرال دوستم د اوو تنو ساتونکو تسلیمېدل تائید کړي دي.
لویې څارنوالۍ څو اونۍ دمخه د ایشچي د قضیې په تړاو د جنرال دوستم د ٩ ساتوونکو د نیولو امر کړی و.



