پخوانی مجاهد، د امریکا په سفارت کې (د سترګو لیدلی حال)

محمد امین حسیني

پر امریکايي چوکۍ یې ډډه ووهله یوه پښه یې په بلې واړوله او د امریکا سفیر ته یې وویل

”تاسو باید دلته مخور خلک وپیژنئ، څوک چې بئ ګدره ګډیږي؛ نو هغه خلک غرقیږی، ځانونه مه غرقوئ، په هر چا اعتماد مه کوئ، دا چې دا انقلاب دا ۱۶ کاله اوږد شو دا ستاسو د سادګۍ له امله دی“.

”موږ مجاهدین یو، موږ جهاد کړی، دا ملت زموږ په واک کې دی، زموږ له خبرو نه تیریږي، تاسو باید موږ ته متوجه شئ“.

سفیر: ښه درته متوجه یم، او پوره مې وپیژندلې! تاسو مجاهدین یاست؟ مطلب د طالبانو په څېر دهشتګر یاست؟ زموږ دشمنان یاست؟ تاسو دیموکراسی نه منئ؟ اسلامي نظام غواړئ؟ زه باید له خپلو نظامیانو سره خبر شریکه کړم، تر څو ستاسو چاره وکړي، ژر له دې ځایه ووځه!!

میلمه مجاهد: نه نه، وبښئ، اجازه غواړم، قسم دی چې تاسو غلط فکر وکړ. زه هغه مجاهد نه یم چې شرعي نظام غواړي، د طالبانو غوندې یې ټوپک په اوږه وي، زه دیموکراسۍ ته ژمن یم، موږ متعهد یو، موږ هغه پخواني مجاهدین یو، هغه وخت مو هم هر څه ستاسو په امر مشوره او خوښه تر سره کول! موږ ستاسو مجاهدین یو.

ژباړن (ترجمان) وایي

”له یوی خوا له امریکایی سفیره ډیر وشرمېدم او له بلې خوا مې، د خپل جهادي قائد دې توندې ابراء او اعتراف ته ژړا او خندا نه شوه تمولای، نو له اتاقه د قضاء حاجت په پلمه ووتم. بهر می ښه پریمانه وژړل او په منځ منځ کې به ژړا هم راتله. مال موږ خو که سر هم ټیټ کړ هسې نه هم په ټولنه کې رټل شوي یو؛ نو تاسو ته خو الله عزت درکړی و څنګه مو معاملو ته زړه ښه کړ؟“.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button