د کابل ښار شاو خوا سیمې بلې زلزلې لړزولي

(کابل ټکی کام :یک شنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل)
تېره شپه مهال ۰۲:۳۰ بجې په کابل ښار او شاوخوا سیمو د بلې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي، چې له امله یې د کابل اوسیېدونکي له کورونو نه اېستلو ته اړ کړي .
ددغې زلزلې ټکانونه د یو څو ثانیو لپاره وه، د تېرې اونۍ زلزله چې د کابل په شمول زیات شمېر نور ولایتونه يي هم لړزولي وه ، د رېښتر په کچه ۷،۵ درجې وه، تر ۱۱۸ يي وژلي وه او تر ۵۴۰ پورې نور يي ټپیان کړي وه .
ویل کيږي چې د تېرې شپې زلزلې د کابل ښاریان له خوبونو پاڅولي او کوڅو ته يي را اېستلي وه، خلک يي ډېراندېښمن کړي وه خو کوم مالي او ځاني زیان يي نه درلوده .
حماس افغان



