پکتیا: پټان ولسوالۍ کې طالبانو د۴ پوستو نيولو او د ګڼ شمېر عسکرو وژلو ادعاکړې ده

(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل)
له پکتیا ولایت نه په تازه رارسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې، طالبانو ددغه ولایت د پټان ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو پر ګڼو پوستو بريدونه پیل کړي دي، چې په پایله کې يي ګڼ شمېر پولیس وژلي او یو شمېر نوريي ټپیان کړي .
همدارنګه خبر ځای زیاتوي چې ۴ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي، او جګړه روانه ده، د جګړي زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي .
د یادونې وړ ده چې په یادوه ولسوالۍ کې ډیری وخت طالبانو له افغان ځواکونو څخه پوستې نيولي دي .

محمدسمیع سعادت

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button