لاريون کوونکو د کار او ټولنيزو چارو وزارت دروازه تړلې ده

کابل ټکی کام ۱۰عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
لسګونو لاريون کوونکو نن په کابل کې د کار او ټولنيزو چارو د وزارت دروازه له دې امله تړلې ده، چې د وزارت چارواکي ځوانانو ته په کار پيدا کولو کې پاتې راغلي دي.
لاريون کوونکو چې ځان د «جنبش جوانان عليه بيکاري» غړي بولي، نن سهار يې د وزارت مخې ته په راټولېدو د وزارت چارواکي او وسايط دننه له تګه ايسار کړل.
يادو ځوانانو څه موده وړاندې هم د دې وزارت مخې ته لاريون کړی و او ګواښ يې کړی و، چې که په ژر راتلونکې کې وزارت د کار موقع ورنه کړي، دوی به د وزارت دروازې وتړي.
لاريون کوونکو د ياد وزارت د چارواکو پر کار اعتراض درلود او په لوړ غږ يې داسې شعارونه ورکول: «موږ بېکاره يو، له ناروغ دولته بېزار يو، موږ کار غواړو او د بې کفايته دولت پر ضد سور کارت پورته کوو، ع او غ دې وشرمېږي، ملت خوشې کړئ، موږ د لږ کار له وزراته بېزاره يو».
د لاريون کوونکو يو تن وويل، تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، د وزارت دروازې به تړلې وي.
د کابل د حقوقو او سياسي علومو يوې بلې فارغې لاريون کوونکې وويل، له دولته غواړو چې په هغو بې شمېره ډالرو دې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، چې چارواکو او د ملي شورا وکيلانو ته يې ورکوي.
نوموړې زياته کړه، بې کاري د ځوانانو د تېښتې، په نشهيي توکو د روږدي کېدا، د مخالفينو ليکو ته د ورتګ او لسګونو نورو فسادونو لامل دی.
ياده دې وي، چې د ګډ حکومت مشرانو د خپل حکومت د پيل پر مهال خلکو ته وعده ورکړې وه، چې په ډېر ژر راتلونکې کې به يې اقتصادي حالت وده کړي او ځوانانو ته به کار پيدا کړي، خو څه موده وړاندې د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې په يوه راپور کې څرګنده شوه، چې اوسمهال په هېواد کې نږدې ۱۶ مليونه وګړي د کار وړتيا لري، خو يوازې ۳ مليونه يې په کار بوخت دي او ۱۳ مليونه نور ټول يا وزګار دي او يا هم په لږو پيسو کارونه کوي.
د نړيوال بانک د يوه راپور پر اساس د افغانستان په بې روزګاره ځوانانو کې بيا هر کال له ۱۲۰ زرو ډېر نور کسان ورزياتېږي.



