ضيا مسعود: د سولې پر ځای بايد د اوږدې جګړې تابيا ونيسو
کابل ټکی کام ۱۰عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د ښې حکومتدارۍ لپاره د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ځانګړي استازي ضيا مسعود په يو لړ څرګندونو کې د سولې له خبرو سره کلک مخالف ښودلی دی.
سره له دې چې د ګډ حکومت چارواکي د جګړې د بندولو او سولې ته د نه کښېناستو پړه پر خپلو مخالفينو اچوي، خو د ښې حکومتدارۍ لپاره د اشرف غني ځانګړي استازي تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د سولې پر ځای بايد اوږدې جګړې ته تيار ونيول شي.
مسعود د سولې هڅې هسې يوه ډرامه وبلله او زياته يې کړه، چې سوله نه شي رامنځته کېدای.
د نوموړي دغه څرګندونې د سولې د شورا په شمول د سولې د خبرو لپاره له طالبانو څخه د افغانستان د دولت ټولې غوښتنې تر سوال لاندې راولي.
مسعود ټينګار کړی، چې بايد د يوې اوږدې جګړې تياری ونيول شي، ځکه سوله راتلونکې نه ده.
خو يو شمېر سياسي شنونکو د ښاغلي ضيا مسعود پر دغو څرګندونو سختې نيوکې کړې دي او زياته کړې يې ده، چې دغه ډول څرګندونې د افغانانو پر زيان دي.
کارپوهان وايي، د حکومت له منځه دغه ډول څرګندونې ټولوژنې ته د هڅونې په معنی دي.



