چارواکي: د هرات د ګذرې ولسوالۍ د معارف مدیر د ملي امنیت له لورې د درغلۍ په تور ونیول شو

کابل ټکی کام ۱۰عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هرات امنیتي چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې ملي امنیت د ګذرې ولسوالۍ د معارف مدیر د اداري فساد او د درغلۍ په تور نیول شوی دی.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ښاغلی عبدالرؤف احمدي د رسنیو له لارې د یاد تن کارکوونکي نیول تأیید کړي، او ویلي یې دي چې ملي امنیت یاد مدیر د ادارې فساد، رشوت او بډو اخېستو په تور نیولی دی.
ښاغلی احمدي د نورو جزئیات څخه ډډه کړې ده، د ده له قوله چې له څېړنو وروسته به نور مالومات رسنیو ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د هرات د ګذزې ولسوالۍ د هرات په ټولو ولسوالیو کې لویه ولسوالۍ ده چې د دغه ولایت په ۱۵کیلو مترۍ کې پرته ده.



